
بې انصافي
وايي: يوه پاخه سړي چي شناوۍ ږيره يې وه يوه ښايسته ښځه وليدل، نو يې ورته و ويل: که مېړه او خاوند لرې نو الله دي په هغه کي برکت در کښېږدي، او که يې نه لرې نو مي خبر که، ښځي ورته و ويل: لکه چي غواړې نکاح را سره وکړې؟ سړي ويل: هو.
ښځي ويل په ما کي يو عيب سته، سړي ويل: هغه عيب دي څه شي دى؟ ښځي ويل: په سر کي مي سپين ورېښتان سته، سړي د خپل بوده قيضه وښورول او رهي سو لکه دغه عيب چي يې نه سو خوښ.
ښځي پسي ور ږغ کړه: او ويل: صبر وکه په والله زما عمر شلو کلو ته نه دى رسېدلى او ما په خپل سر کي يو سپين ورېښته هم نه دى ليدلى، خو زما دا خوښه وه چي په دې دي پوه کړم : چي زما هم په تا کي هغه څه يا هغه شی نه دى خوښ يا مي بد ځني راځي کوم چي ستا په ما کي نه دى خوښ. يعني: که ته زما د سپين سر څخه ځغلې نو دا دي څنګه زړه ته لويږي چي زما دي ستا سپينه ږيره خوښه وي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-303.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید