
شعرونه: څو لنډکي شعرونه(سلواغه ۹۳)
څو لنډکي شعرونه
سخاوت
ټوله مينه
ټوله ښکلا
ټوله دنيا
مافيها
تا سره نه وېشمه
دا هر څه ستا غواړمه
خو ګرانې دومره هم سخي نه يمه
چې درد او غم درباندې ولوروم
۹۳.۱۱.۱۲
«««
مینه
بهر باران دی
مینه مې
مينې سره يې
دواړه دباندې دي
لمدېږي به
ساړه يې نه شي
۹۳.۱۱.۱۲
«««
اوبه
غواړم اوبه شم
چې هر سهار د هغې
د خوب کيسې ته غوږ یم
۹۳.۱۱.۱۲
«««
هوس
باران ته ودرېدم
پر خپل ګریوان
اثر د اوښکو ته
هوس کې ومه
۹۳.۱۱.۱۱
«««
شور
هر سهار شپه او زه
چې هرکلي ته د رڼا راوځو
خپلې چوپتیا ته په پور
ورځنې شور غواړو
خو په دې شور کې د پور
هیڅ هم نه وي
۹۳.۱۱.۱۱
«««
پوښتنه
ورسره مینه لرم
راسره مینه لري
په دې پوهېږي هغه
زه هم پوهېږم په دې
خو سره دواړه
په دې نه پوهېږو
چې یو بل
ولې سره زغملای نه شو
۹۳.۱۱.۸
«««
تاوان
چې پر سینه راته تاوان ښکارېده
هغه زړه وړی ډېرو ښکلو رانه
۹۳.۱۱.۷
***
یوازیتوب
یوازیتوب مې خپل
اوبو ته یووړ
خو د خپل سیوري ډوبېدو
لا نور یوازې پرېښوم
۹۳.۱۱.۷
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید