
د لونګو دريڅې: مليار او د هغه ګڼ انځوريزه شاعري
ادبي بحثونه((
۵۰))
ليکوال: صديق
الله بدر
مليار او د
هغه ګڼ انځوريزه شاعري
د لونګو يوه بله دريڅه پرانيزو او د
مينې او ښكلا د يو داسې پنځوونكي
شاعر په اړه درسره خواله كوو، چې خيال تر ګوتو نيسي او ښكلا پنځوي،
هغه شاعر چې
په دې باور دی، ښه
شعر هغه دى چې له لوستونكي او اوريدونكي سره ټينګه رابطه قايموي: ((ښه شعر هغه دى،
څوک چې يې اوري او يا لولي دا وګڼي چې زما د زړه خبره په کې شوې او خپل ځان
په کې پيدا کړي.))
دى زموږ د بهير هغه شاعر دى چې ژوند پخپله يو شعر ګڼي
او شعر د ژوند هنداره: ((ژوند کې عاطفه شته، ناخوالې او ستونزې شته دي، نو له دې
کبله شعر د ژوند هنداره ده او خپله ژوند اصل د شعر دی، ځکه زما په هر څه کې شعر
نغښتی دی. کيسې او يا هسې دوه جملې هم چې د څه شي په اړه ليکمه نو خامخا يو
شاعرانه انداز په کې راځي.))
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-451.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید