
کتابپېژندنه: کرکيله
کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر
کرکيله
دلته په دې بحث کې یو داسې کتاب درپېژنو چې په هغه کې د
کليوالي کرکيلي په اړه په ساده بڼه هراړخیزې خبرې شوې دي. دغه کتاب کرکيله نومېږي
او لیکوال يې ارواښاد لیکوال او شاعر سید محمد طاهر بینا دی.
سید محمد طاهر بینا د ارواښاد سیداشرف زوی په ۱۲۹۵ لمریز کال په ننګرهار کې زېږيدلی او د سید موسی
بټي کوټي له کورنۍ څخه دی، چې په سیمه کې له خاص شهرت نه برخمنه کورنۍ ده.
پلار يې مېلمه دوسته او د ټنګ ټکور زیات مينه وال و او
خپله ټوله شته يې هم ترې ځار کړه. بینا صاحب په خپل کلي کې تعلیم پیل کړ، کورنۍ يې
ده او د تره زامنو ته يې خصوصي ملا ونيو. لومړی يې قران ختم کړ، بیا يې پنج ګنج، ګلستان
او بوستان او نور مروج کتابونه ولوستل. په ۱۳۱۰ کې د هنر ښاپيرۍ تر ګوتو ونیو او
شاعري يې پیل کړه.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-447.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید